هغه تیروتنې چې کولی شي ستاسې آنلاین ژوند زیانمن کړي​

لیکنه: الهام بابر
HTML Text Direction

د دې لیکنې په لوستلو سره تاسې کولی شئ خپل امنیتي حدود په مجازي نړۍ کې تر کنټرول لاندې راولئ. ځینې ساده تیروتنو ته توجه توجه کول چې پدې وروستیو کې د ځینې ادارو ډیر کارکوونکې پرې تورن شوي دي کولی شي ستاسې انلاین ژوند خوندي کړي. د انټرنیټي خدمتونو په ډیرښت سره انټرنیټي امنیت هم خپل ارزښت ورځ تر بلی پیدا کوي، له همدې امله د ډیجیټلي ژوند ساتنه او د خپل شخصي حریم څخه په مجازي نړۍ کې ویره درلودل نن سبا یوه پراخه د بحث موضوع بلل کیږي. یو اړخ ته په مجازي نړۍ واک درلودل اوس د ژوند یوه لازمي برخه شمیرل کیږي خو بل پلو ته د انټرنیټ ډیر کارونکي دې موضوع ته کافي وخت نه لري. د شخصي معلوماتو غلا کولو لپاره هکران (انټرنیټي غله) ورځ تر بلې نوي دامونه او لارې په جلا جلا چاپیریالونو کې په مجازي توګه جوړوي او خپروي یې.

نو یواځی کمپیوټر کې یو انټي ویروس انسټالول، د پیچلې پاسورډ ځای پرځای کول یا هم د بې سیمه اتصال (وایر لیس) شبکې امنیتی جزئیات کتل نشي کولې ستاسې انټرنیټي امنیت ټینګ او خوندي کړي. فلهذا د ځینو رایجو تیروتنو او انټرنیټي مسایلو څخه د نړۍ په کچه ځان خبرول کولې شي ستاسې انټرنیټي ژوند خوندي او په امنیت کې پرمختګ رامنځته کړي. څرنګه چې د انټرنیټي امنیت ساتل هره ورځ دوامدارې کتنې ته اړتیا لري نو پدې لیکنه کې هغو پنځو ټکو ته اشارې شوی چې تر ډیره بریده ترسره نه شي.

دا لیکنه د( انټرنیټي امنیت تخصصي شبکې) وړاندیزونو په رڼا کې لیکل شوې او هیره د نه وي چې د انټرنیټ امنیت په بشپړه توګه یوه نسبي مسله ده او داسې کومه لاره شتون نه لري چې په قطعي او تل پاتې توګه یې تامین کړو. خو که چیرې د زیانمنوونکو روشونو څخه یې خبر واوسو نو کولې شو چې تر ډیره بریده خوندي وو.

1 – کمزوری پټ نوم یا پسورډ انټرنیټي غلو ته د غلا زمینه مساعدوي

که چیرې د 2012 کال کمزورو پټو نومونو نوملړ ته وګورو ډیرو استعمالوونکو یې د داسې پټو نومونو یا پاسورډونو څخه استفاده کړې چې انټرنیټي غلو یا کرکرز (crackers) په آسانۍ سره ور باندې نفوذ کړی و. ځکه داسې سافتویرونه شتون لري که چیرې پسورډ د 7 عددنو څخه کم او مختلط نه وي، دوې یې هاش کوډ ګوري (هاش کوډ د شمیرو، الفبا او ځانګړو تورو څخه جوړ وي: @#$Aa1230003$%) او دا ډول پسورډ په ډیره آسانۍ سره ماتوي.

د کمزورو پسورډونو بیلګې: 12345678، qwerty، abc123 او iloveyou دا په نړۍ کې د هغو پاسورډونو له ډلې څخه دي چې تراوسه لا هم ډیر استعمالیږي. سربیره پردې کیداې شي تاسې باور ونه کړئ چې د 1-10% پورې ډیر استعمالوونکې د یو او اته (1 او8) تر منځ اعداد د پټ نوم په توګه ټاکي او استعمالوي يې. نږدې پنځه سلنه کسان د password کلمې څخه د پټ نوم په توګه کار اخلي. که چیرې تاسې ځان د انټرنیټي غله په توګه فرض کړئ لومړی به تاسې همدا ډول عبارتونه وآزمایي.

په کال 2012 کې د Yahoo، LinkedIn، Last.fm او د داسې نورو ډیرو اکاونټونو استعمالوونکو خپل اکاونټونه د لاسه ورکړل چې علت یې د کمزوری نوم له ټاکلو څخه پرته بل څه نه وو. د یادونې وړ ده چې د پټ نوم ماتولو لپاره هکران لمړي د مختلفو ژبو مشهور نومونه آزمایي.

2 – برښنالیک کې په بې باروه لینک باندې کلیک کول

د سایبري حملو یوه نوموتی تګلاره د Phishing ترنامه لاندې شهرت لري چې انټرنیټي غله د جعلي پاڼو په جوړولو سره ستاسې شخصي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي. یو جعلي بریښنالیک ستاسې د بانک په نامه ستاسې بانکي حساب ته ورته وړاندیزشوې پاڼې له لارې ستاسی ټول معلومات ترلاسه کوي؛ ځکه د دغې پاڼې له لارې کیدای شي ستاسې معلومات هلته درج کړي دا پدې معنی چې تاسې په خپل لاس ټول معلومات انټرنیټي غلو ته ورکوی. په سکایپ، فیسبوک، لینکډین او داسې نورو کې ډیر وړاندیزونه راځي چې د شک او تردید په سترګه باید ورته وکتل شي او خپلو اکاونټونو ته تل د کره لارې څخه دننه (login) شئ .

3 – د پوستکالو/سافټویرونو اپدیټ ته نه پاملرنه

په سر کې هغه پوستکالي لکه: وینډوز، مک ، لینکس، سلورس او نور چې په کمپیوټرونو، ټبلیټونو او نورو هوښیارو آلو کې دي باید وخت په وخت سره اپدیټ شی. د خدمتونو وړاندې کوونکې کمپنۍ وخت په وخت سره نوې کڅوړې د امنیتي ګواښونو په وړاندې وړاندېز کوي که چیری په اپدیټ کولو کې يې ځند وکړئ کیدای شي چې د انټرنیټی غلو په دام کې ولویږې ځکه چې هغوې د دې واټن څخه د استعمالوونکو پر وړاندې استفاده کوي.

یو ټکې په یاد ولرئ: د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا د وینډوز پوستکالي اپدیت وجه دا وي ترڅو د یو لړ امنیتي ستونزو څخه خوندېتوب پیدا کړی نو باید زره تر زره لاس په کار شۍ او پوستکالي مو اپډیت کړۍ. که چیری انټرنیټ مو چټک وي نو د اتومات ډول خوښه وټاکئ تر څو وینډوز مو هر وخت په مستمره توګه اپدیټ شي او نوې امنیتي فایلونه را ډونلوډ کړي.

4 – د ناپیژاندو وړیا سرچینو څخه د پوستکالو/سافټویرونو ډونلوډول

د پوستکالو یا اپلیکشنونو راښکته کولو/ډونلوډولو لپاره د شونتیا ترحده د معتبرو او پیژاندو سرچینو څخه ګټه واخلی. په نړۍ کې بی شمیره ویبپاڼې شتون لري چې په وړیا توګه انلاین خدمتونه د همدې دامونو لپاره وړاندې کوي ترڅو د تروجنونو، رنسمویرو، یا نورو ویروسونو د لارې راښکته شوي فایل سره یې مل، ستاسو سیسټم پری ککړ او واک یې ترلاسه کړي.

که چیری ستاسی کمپیوټر آنټی ویروس لري تل یې اپدیټ وساتئ او ورڅخه استفاده وکړئ د نور لینکونو او اشتهاري پیغامونو څخه ځان وساتی تر څو د انټرنیټي غلو څخه په امن پاتی شئ.

5 – خپل شخصي معلومات په مجازی فضاء کې ډیر شریکول

رسنیزو شبکو کې د ډیرو اوسیدونکو څخه دا فسلفه اوریدل کیږي چې وایي ” شریک به یې کړم یا شریکوم یې” دا اصطلاګانې په حقیقت سره د یادو پدیدو رایج کولو ته منشا او امنیتي ګواښونو ته زمینه سازي کوي.

ډیر خلک خپل شخصي معلومات د ځان په اړه ټولنیزو شبکو کې شریکوي چې دا په خپله انټرنیټي غلو ته د بریدونو زمینه برابروي او خپلې موخې ته یې رسوي. نو د overshare یا حده وتلی معلومات شریکولو څخه ډډه وکړئ او خپلو شخصي معلومات لکه د کور پته، هغه برنامې چې د رخصتیو د پاره یې لری او نورو پلانونو له شریک کولو څخه ډډه وکړئ.

د غښتلي پټ نوم ټاکلو سپارښتنه

د بریښنالیک، فیسبوک یا بانک اکاونټ لپاره داسې نوم غوره کړئ چې په ډکشنري، ګوګل او یا نورو ویبپانو کې ډیر او په آسانه توګه پیدا نشي. داسې غښتلې پټ نوم چې د 12 تورو څخه کم نه وي او د داسې تورو څخه جوړ وي چې په خپلو کې سره اړیکه ونه لري او همدارنګه په پټ نوم کې د کوچنیو او غټو تورو او ځانګړو نښو څخه کار واخلی لکه (@#$^&*!01-23aDs). لدې سره سره ، په هرې یوې یا دوو میاشتو کې خپل پټ نوم بدل کړئ او د پټ نوم په ټاکلو کې د پیژندنې شمیرو څخه لکه د تذکرې شمیره، د شهادت نامې شمیره، د زیږیدنې نیټه او داسی نورو څخه استفاده مه کوئ. که چیرې څوک وغواړي ستاسې د شخصی معلوماتو څخه کار واخلي لومړی دا تګلاره کاوري. سربېره پردې د پټو نومونو پوستکالو مدیریت (Password Management App) څخه هم کولی شئ ګټه واخلئ تر څوستاسو سره د انټرنیټ په امنیت کی مرسته وکړي.

Share via
Copy link
Powered by Social Snap