ځیرکه ټکنالوجي او ګڼژبتوب
ټکنالوجي او ژبه د یوې سیکې دوه مخونه دي، هرکله چې یوه ټکنالوجي جوړیږی او بازار ته وړاندې کیږی ژبه ورسره ملګرې وي. که په خپل چاپیریال کې تکنالوجیکي وسایلو ته لکه ساعت، لاسي تلیفون، کمپوټر، آی پډ، د کاپی ماشین او نورو ته ځیر شو و به ګورو چې د دې وسایلو په جوړښت کې د یوې ژبې کلمې کارول شوي دي. همدا کلمې د ماشینونو او انسانانو تر منځ مفاهمه رامنځ ته کوي یا د یو انسان پیغام بل ته د همدې ماشینونو په وسیله لږل کیږي.
تر ډیره بریده په اوسنيو ماشینونو باندې ژبې په لیکلې بڼه وي خو اوس د ټکنالوجې نوې بڼه (Ai) یا مصنوعی ذکاوت په مټ دا کار د خبرو له لارې هم تر سره کیږي. چې د دې ټکنالوجې ځینې توکې لا د وخته خلک کاروی. لکه د آیفون سیری، امازون الیکسه، جي پي اس او نور. اوس د ټکنالوجي لوې کمپنئ په ډول ډول توکو د مصنوعي ذکاوت ټکنالوجی آزماني تر څو ډیر کارونه آسان او په اتومات ډول ترسره شي. لکه څنګه چې یو اړخ ته خلک په شخصي، تجارتي، رسمی او غیر رسمی کارونو کې د بیلابیلو وسایلو څخه ګټه اخلي خو بل لور ته ټکنالوجي په ډیره چټکۍ سره تغیر کوي. زاړه وسایل په نوې بڼه جوړيږي او نوي وسایل بیا د زړو په پرتله ډیر پیاوړي، ځیرک او ښه خصوصیات لري چې کارونه څو چنده په چټکۍ سره سرته رسوي.
دا طبعي خبره ده، کله چې انسانان له یو څه سره آموخته شی په سیکالوژیک لحاظ له همغه شي سره آشنایي پیدا کوی او یادونه یې ورسره پاتې کیږي نو ځکه ځنې خلک تغیر نه خوښوي او له هغه څه سره خوشاله وي چې وار له مخه یې کاروي. خو بله ډله خلک خپل بیلابیل کارونه په نوې ټکنالوجي سمبالوي.
ځینې وسایل او پروګرامونه پېچلې وي او د کارولو لاره پیدا کول یې ستونزمن وي او بل اړخ ته ډیجیټلي وسایل دومره ډیر دي چې سړی نه پوهیږي کوم یو یې وکاروي. یوه ډله خلک بیا داسې وسایل پلوري چې ډیره بیه یې لوړه وي خو د دوی لپاره وړ نه وي، یا نه شی کولی د هغې له ټولو خوصیاتو څخه په ښه ډول کټه پورته کړي ځکه مالومات یې په بهرنیو تخنیکي ژبو لیکل شوي وي او پېچلي وي. څنګه چې هر مسلک ځانته خپل اصطلاحات او ترمینالوژی لري په همدې ډول ټکنالوجي هم خپله ژبه، او د استعمال طریقه لري.
کله چې د ټکنالوجي یو پروګرام یا ماډل د یو کار سر ته رسولولو لپاره ګټور نه تمامیږي نو باید څو ډوله پروګرامونه یو له بل سره ونښلول او په ګډه وکارول شي تر څو ښه نتیجه ورکړي. نو ځکه د دې وسایلو پیژندل او یو له بل سره وصلول او یو ځای کارول یې هم یوې پوهې ته اړتیا لري. که غوړئ چې کارونه مو چټک او په ښه ډول پر مخ بوزۍ مه پریږدې چې دا ډول ستونزې مو مخه ډب کړي. له داسې یو چا سره مشوره وکړۍ چې کلونه کلونه تجربه او مسلکې ټیم لري. او کولای شي ستاسو ستونزو ته د حل لاره در په ګوته کړي او تجارت مو لکه د نورې نړې درته عصری کړي تر څو یوه روښانه راتلونکې ولرئ. هیڅوک هر څه په خپله نه شی کولاي، په پرمختللو هیوادونو کې ډیر تجارتونه یو له بل تړلي دي او د هر مسلک کارکونکي په خپل کار کې تر ډیر بریده ښه ماهر وي نو ځکه کارونه یې په ډیر ښه شکل مخ ته ځي.
دا اړینه نده چې تاسو په قیمتي وسایلو ډیرې پسې ولګوۍ مهمه دا ده چې د خپل کار بار اړوند وسایل لمړي وپیژنۍ، په ښه ډول يې زده کړې او په ورځنیو کارونو کې یې په عملي ډول وکاروۍ. ټکنالوجي زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ده، که وغواړو او که ونه غواړو ژوند مو په مثبت او یا منفي ډول اغیزمنوي. نو مهه دا ده چې په هر اړخ يې ځان خبر کړو. ټکنالوجي چې څومره ګټې لري که په سم شکل و نه کارول شي تاوانونه هم ورسره تړلي دي، نو د ټکنالوژي په کارولو، تاوانونو، او امنیتي مسائلو پوهیدل هم ډیر اړین دي.
ټوله نړۍ د ډیجیټل کیدو په لور روانه ده، خلک د خپلو شخصي، رسمي، او غیر رسمي کارونو د ښه تنظیم لپاره له ډول ډول وسایلو کار اخلي تر څو خپلو موخو ته په چټک او ښه ډول ورسیږي. اوس هر مسلک لکه، روغتیا، انجنیري، کرهڼه، ټراسپورټ، پوهنه او نور د ټکنالوجي په وسیله مخ ته وړل کیږي.
په پرمختللیو هیوادونو کې ډیر کاورنه د کرونا ویروس له وجې نه دي تړل شوي، ځکه کارکونکي یې د ټکنالوجې څخه په ګټې اخیستنې له کورونو کار کوي. بل لور ته ځینو کمپنیو لا ډیره ګټه کړې ځکه کارکونکي يې د پخوا په پرتله اوس له کور څځه ښه کار کوي، د کارکونکو وخت په ترافیکو کې نه ضایع کیږي لګښت یې کم شوی، او څوک ورته بېځایه مضاحمت نه کوي. په خپله خوښه کار کوي او ښه یې کوي.
هیره د نه وي چې دا هر څه د سترګو په رپ کې نه کیږي. دا ډول تغیر وخت، مسلسلو هلوځلو، کلکې ارادې او د یو غښتلی تصمیم نیولو ته اړتیا لري. په نن او سبا یې ځنډول بې له تاونه بل څه ندي. نو که د خپل کاربار لپاره روښانه راتلونکې غواړئ همدا اوس لاس په کار شئ او د ډیجیټل کیدو په لور لمړي ګام واخلئ.